برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

وحشی صهونیسټانو دوه نورفلسطینیان په شهادت ورسول

دیورپوټ پراساس د صهونیسټ رژیم وحشی پوځیانو پرون هم دغزې تړانګې په جنوب کې په رفح ښار کې پر مظاهره چیانو په ډزو سره ۲۴کلن محمد فوری الحمایده او دغه راز په خان یونس ښار کې هم ۱۳کلن مصعب آیمن عصفور شهیدان کړل .
په عین حال کې د فلسطین دروغتیائی چارو وزارت وئیلی دی ، په غزې تړانګې کې د پرون جمعې ورځې په ستر لاریون کې بیا هم د وحشی صهونیسټانو په ډزو کې درې سوه لس کسان ټپیان شوی چې وئیل کیږی ځینی پکې مرګی حاله دی.
په زرګونو فلسطینیانو پرون هم په غزې تړانګې کې د صهونیسټ رژیم دانسانی ضد اقداماتو په خلاف مظاهرې کړی دی .
په دغو مظاهرو کې چې د دوینې وحدت او ګډ برخلیک : په نامې سره شوی ، دفلسطین بیلابیلو ډلو په فلسطنییانو د وحشی صهونیسټانو بې رحمه حملې په کلکه غندلی دی
دفلسطین د روغتیائی چارو وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د مارچ له دیرشمې نیټې د بیرته ستنیدا دحق په نامې سره دفلسطنیانو د لاریون له لومړیو راهسې تر دې دمه دشهیدانو شمیر یوسل دیرشو او دټپیانو شمیر هم کابو پنځلس زره کسانو ته رسیدلی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي