برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د صهیونیسټي رژيم د پوځ د توپونو په حمله کښې دوه فلسطینیان شهیدان شول

د فلسطین د اطلاع رسونې د مرکز د رپورټ له مخې ځايي سرچینو ویلي چې د صهیونیسټي رژيم د پوځ توپخانې د غزې د سویل په خان یونس او همداشان رفح کښې د فلسطنیي مفاومت د ځواکونو پر سنګرونو بمباري وکړه.


په همدې لړ کښې په غزه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت وویل: نن سهار د خان یونس په ختیځ باندې د صهیونیسټي رژيم د پوځ د توپونو په حمله کښې د ۲۵ کلن حسین سمیر عمور او د ۲۸ کلن عبدالحلیم عبدالکریم ناقه په نومونو دوه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د غزې تړانګه له ۲۰۰۶ کال څخه د اسرائیلو د ځمکنۍ، سمندري او هوايي کلابندې لاندې ده. د غزې اوسیدونکو همداشان د روان کار د مارچ له دیرشیمې څخه چې د ځمکې د ورځې له کلیزې سره هم مهاله د غزې او نیواکي فلسیطین ترمینځ سرحدي سیمه کښې د ستندو د حق په نوم مظاهرې پیل کړې دي چې تراوسه پکښې ۱۲۰ فلسطینیان شهیدان او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي