برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اسرائیلو له مارچ میاشتې راهسې ۱۱۲ فلسطینیان شهیدان کړل

دیوراپورله مخی د روغتیا وزارت وویل په شهیدانو کښې دولس(۱۲) ماشومان هم شامل دی او دغه راز دوه زره او شپږ نوی(۲۰۹۶) ماشومان او نهویشت (۲۹)میرمنې هم په ژوبلو کسانو کښې شته.


دقدس دنیواکګر رژیم پوځیانو یوازې دمی په څوارلسمه (۱۴)نیټه پینځه شپیته(۶۵) فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه نهویشت سوه(۲۹۰۰) نور ژوبل کړی وو .
دایران د اسلامی جمهوریت په شمول ډیرو هیوادونو او نړیوالو موسسو د صهیونیسټ رژیم دغه جنایتونه غندلی دی .
دبیرته دستنیدا دحق سوله ایز لاریون د مارچ دمیاشتې له دیرشمې(۳۰) نیټې راهسې د ځمکې د ورځې په مناسبت په غزې تړانګې کښې پیل شوی او اوس هم دوام لری .
دفلسطین د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر اسماعیله هنیه ویلی دی د فلسطین ملت به د خپلو حقونو لاس ته تر راوړلو پورې د بیرته ستنیدا د حق له لاریون څخه یو (۱)قدم هم شاتګ ونکړی .
هغه وویل د فلسطین ملت د غزې تړانګې په سرحدونو کښې دبیرته د ستنیدا دحق په سوله ایزو لاریون کښې په ګډون سره داسلامی امت نوی تاریخ لیکی .
د ځمکې د ورځې په مناسبت د فلسطین دخلکو لاریون د ۱۹۷۶ میلادی کال د مارچ دمیاشتې په دیرشمه (۳۰)نیټه د فلسطین د ټاټوبو دنیولو په زمینه کښې د صهیونیسټ رژیم د فیصلې یادونه کوی چې هر کال ترسره کیږی .
داسرائیلو رژیم د فلسطینی ځمکو په نیولو او هلته دصهیونیسټ میشته ښارګیو په جوړولو سسره دفلسطینی سیمو د جغرافیایی جوړښت د بدلولو او دغو سیمو ته دصهیونیسټی څیرې د وربخښلو کوشش کوی چې په فلسطینی سیمو کښې خپله سلطه تثبیت کاندی .

شریک یي کړئ!