برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

مصر، سعودي او متحده عربي امارات د لیبيا د باغي قومندان خلیفه حفترحخه ملاتړکوی

آریانانیوز: دیورآپورله مخی د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ټينګار کړی، چې لیبيا کې ثبات او امنيت د ترکيې په مرسته راتلی شي او له اروپايي ټولنې يې غوښتي، چې په سيمه ييزه کچه د لیبيا ثبات او استقرار لپاره خپل رول ادا کړي
ولسمشر اردوګان د امريکا «پوليټيکو» مجلې ته په خپله مقاله کې ويلي، لیبيا د جګړه مار خليفه حفتر رحم او کرم ته پاتې ده او دا به ستره تاريخي تېروتنه وي
د رجب طيب اردوګان په ليکل شوې مقاله راغلي
• د فايز سراج په مشرۍ د لیبيا مرکزي حکومت ملګرو ملتونو په رسميت پيژندلی، له تېرو څو کلونو راهيسې د خلیفه حفتر له لوري له خطرناکو بریدونو او جګړو سره مخ دی
• د حفتر په مشرۍ وسله واله ډله د لیبيا پر حکومت د کودتا هڅې کوي، د ديموکراسۍ ضد دولتونه مصر، متحده عربي امارات او سعودي يې ملاتړ کوي
• موږ به د لیبيا د وسله والو ځواکونو روزنه کوو، دوی سره به د ترهګرۍ ضد جګړې او پر بشر د تجارت په مخنیوي کې مرسته وکړو
• اروپايي ټولنه بايد خپل رول ادا کړي او نړۍ ته روښانه کړي، چې په سيمه کې ستر لوبغاړي دي
• که د لیبيا مشروع حکومت نسکور شي، اروپا به له نوو سختو ننګونو او ترهګريزو ګواښونو سره مخ شي
• د لیبيا حکومت په نسکورېدو به د القاعدې او داعش په څېر وسله والې ډلې يو ځل بيا هلته فعاليت پيل کړي
• لیبیا له تېرو لسو کلونو راهيسې په داخلي جګړه کې اخته ده، خو ملګرو ملتونو په دې اړه خپل مسؤوليت نه دی ادا کړی
• د لیبيا جګړې له امله اروپايي ټولنه هم ویشل شوې او خپل مؤثريت يې له لاسه ورکړی دی
• جرمني د لیبيا د مشروع حکومت ډيپلوماټيک ملاتړ کوي، په داسې حال کې، چې فرانسه د حکومت پر ضد د کودتا لپاره د باغي خلیفه حفتر ملاتړ کوي
اردوګان په خپله مقاله کې خلیفه حفتر د مسکو له ناستې په تېښته تورن کړی او ګواښ يې کړی، که جګړه يې پيل کړه، سخت تاريخي درس به ورکړي.

شریک یي کړئ!