برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر: نړیواله ټولنه طالبان په رسمیت نه پیژني

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر وايي، د نړیوالې ټولنې مرستې نباید طالبانو ته ورکړل شي.


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر وانټ برینټ د اروپايي پارلمان په یوه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

برنټ ټینګار وکړ چې د نړیوالې ټولنې بشري مرستې نباید طالبانو ته ورکړل شي.

برنټ زیاته کړه چې اوس مهال د نړیوالې ټولنې توافق دا دی چې طالبان نباید په رسمیت وپېژندل شي.

په تېره یوه میاشت کې افغانستان د وژونکو او ویجاړونکو زلزلو او سېلابونو شاهد و چې درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير برنټ هم د افغانستان د خرابېدونکي وضعیت په اړه د پرېکړې په موخه د اروپايي ټولنې له سفيرانو سره د غونډې د جوړولو اعلان کړى و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي