برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

متحده عرب اماراتو ته خبرداری

آریانانیوز: د یمن د پوځ یو لوړرتبه قومندان پرون المیادین چینل ته په مرکه کښې وویل: د عربستان په مینځ کښې د تیلو په دوو میدانونو باندې حمله د اماراتو لپاره یو پياوړی پيغام او خبرداری و چې دغه هیواد یې باید په ښه توګه ترلاسه کړي
له بلې خوا د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په آرامکو کښې په کار اخته بهرنیو کارکونکو ته خبرداری ورکړی چې له دغو تاسیساتو ووځي ځکه چې دغه مرکزونه لاهم د دوي په شیش کښې دي او هره شیبه پرې د بیا حملې امکان شته دی
هغه د عربستان حکومت ته په خطاب کښې ټینګار وکړ: مونږ د عربستان هره سیمه ویشتلی شو. ریاض باید خپل حساب کتاب بدل کړي او د یمن کلابندي او پرې تیری دې بند کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي