برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له سعودي سره وړيا مرسته نه کوو

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د سعودي د تېلو پر چڼځايونو برید پر ضد د هر ډول ګام لپاره بايد سعودي هم امریکا ته پيسې ورکړي
ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې رسنيو ته وويل: «موږ سره ډېرې لارې چارې شته، خو لومړی بايد دا روښانه کړو، چې د سعودي د تېلو پر چڼځايونو برید چا کړی، په دې اړه د سعودي چارواکو او نورو هېوادونو سره په اړيکه کې يو او وروسته به پوه شو، چې بايد څه وکړو.»
ډونلډ ټرمپ وايي، سعودي کې د تېلو پر چڼځايونو برید کول ستره تېروتنه ده، امریکا لومړی د دې برید اصلي سرچينه او عاملين معلوموي او وروسته به يې په اړه مناسب ګام پورته کړي
ټرمپ زياته کړې، چې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو به په لنډو ورځو کې سعودي ته لاړ شي، د شوي برید په اړه به له سعودي چارواکو سره له نږدې وګوري، سعودي چارواکي په دې اړه ډېر معلومات لري، امریکا به هم خپل ترلاسه شوي معلومات ورسره شريک کړي
نوموړی وايي، «سعودي بايد د خپلې دفاع لپاره جدي فکر وکړي او د امریکا له لوري د سعودي خونديتوب لپاره ډېره پانګه ومني، موږ په وړيا توګه د چا مرسته نه شو کولی.»
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ سعودي کې د تېلو پر دوو سترو چڼځايونو د بې پيلوټه الوتکو بریدونه شوي وو
د يمن حوثي ملېشې وايي، د سعودي په «خریص» او «بقيق» تېلو چڼځايونو يې لس توغنديز بریدونه کړي دي
د دغو بریدونو له امله د سعودي د تېلو په صادراتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی، چې د ټولې نړۍ د تېلو صادراتو شپږ سلنه برابروي
د دغو بریدونو له امله په نړيوال مارکيټ کې د تېلو په بيو کې ۱۹ سلنه زیاتوالی راغلی دي، خو سعودي وايي، د بيو لوړوالي ستونزه موقتي ده او په لنډ وخت کې به بېرته حل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array