برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلود موافقی لاسلیک کیدا

آریانانیوز: د اروپايي شورا مشر شارل میشل له دغه اتحادیې څخه د انګلستان د وتلو د موافقې د لاسلیک کولو خبر ورکړ
هغه په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د بریتانیا په پارلمان کښې له اروپايي اتحادیې څخه د لندن د وتلو د موافقې له تصویبیدا وروسته د برګزیټ موافقې د لاسلیک کولو خبر ورکړ .
د اروپايي شورا مشر شارل میشل نن د اروپا د کمیسیون له مشر اورسولا فین ډرلاین سره یوځاې له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتلو موافقه لاسلیک کړه .
د انګلستان د پارلمان استازیو په تیرې چهارشنبې ورځ له اروپايي اتحادیې څخه د خپل هیواد د ایستلو لپاره له دغه اتحادیې سره د لندن د حکومت موافقه تصویب کړي وه .
د بریتانیا ملکې هم پرون دغه موافقه تائید کړه .
ټاکل شوي ده چې بریتانیا د روان میلادي کال د جنورۍ په یودیرشمه (۳۱) نیټه له اروپايي اتحادیې ووځي .

شریک یي کړئ!