برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

قزاقستان له۹۰ بهرنیو ټلوېزیوني شبکو جوازونه بېرته اخیستي

آریانانیوز: قزاقستان په هغه هېواد کې د تقریباً ۹۰ بهرنیو ټلوېزیوني شبکو مجوز بېرته واخیست.



د قزاقستان د اطلاعاتو او مخابراتو وزارت چارواکو نن ویلي چې دغه چینلونه د ثبت او راجسټر د نویو قوانینو د نه پلي کېدو له کبله تړل شوي دي.
ویل کېږي په دغو ټلوېزیوني شبکو کې «ان. ټی. وی» «پلس. رشیا»، «رشیا ټودي» «سپاس» «میوزیک باکس» «فیشین تي وي» او داسي نور شامل دي.
د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې د نوي قانون شپږ میاشتې تېري شوي، خو دغو شبکو خپل دفترونه په قزاقستان کې د قانوني ادارو په ډول نه وو راجسټر کړي.
اعلامیه زیاتوي، د ۲۱۹ نورو بهرنيو چینلونو چې په قزاقستان کې خپرونې لري او نوی قانون یې عملي کړی، نشرات کولی شي.

شریک یي کړئ!