برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اجرائیه رئیس د قزاقستان له سفیر سره تودیعي لیدنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د کابل لپاره د قزاقستان د سفیر عمرتای بیتیموف سره تودیعي لیدنه وکړه.


اجرائیه رئیس په دې لیدنه کي د ښاغلي بیتیموف له هغو کارونو او فعالیتونو مننه وکړه،‌چي د خپلي کاري مودې پر مهال ئې په کابل کي کړي دي.

نوموړي وویل،‌چي د تیرو کلونو په اوږدو کي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکي بهتري سوې او د نورو همکاریو لپاره زمینه مساعده سوې ده.

هغه ښاغلي بیتیموف ته په راتلونکو فعالیتونو کي‌د بریا او د دواړو هیوادونو ترمنځ‌د اړیکو د لاپراختیا هیله وکړه.

د قزاقستان سفیر عمرتای بیتیموف په کابل کي خپله کاري موده ښه یاده کړه او وویل، چي هیواد ئې له افغانستان سره د خپلو همکاریو او فعالیتونو دوام او زیاتوالي ته هیله مند دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي