برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کابل کې د قزاقستان جمهوریت له سفیر سره د بهرنیو چارو وز ریر تودیعي لېدلنه

کابل – د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین ربانی نن له غرمې وروسته د قزاقستان جمهوریت له سفیر ښاغلي اومرتای بیتیموف سره چې په کابل کې يي د ماموریت دوره پای ته رسېدلې، تودیعي لیدنه وکړه.


په سر کې، د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او قزاقستان هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخولو په برخه کې د ښاغلي بیتیموف نه ستړي کېدونکو هلو ځلو ستاینه وکړه، او په بیلابیلو برخو کې يی د هغه هېواد ارزښتناکه همکارۍ او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان څخه ملاتړ او افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو ورکولو له امله مننه وکړه.

وروسته، ښاغلي بیتیموف د افغانستان د سیمه ایزې اقتصادي کړنلارې څخه د خپل هېواد د ملاتړ او همکاریو دوام څخه د بهرنیو چارو وزیر ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ يی افغان سوداګرو ته د قزاقستان ویزې صادرولو په برخه کې د اسانتیاو او د دواړو هېوادونو ترمنځ يي د تبادلې وړ اجناسو د حجم دوه برابره زیاتولو خبر ورکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي