برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ماسکو د صلحې په غونډه کښې قزاقستان ګډون

آریانانیوز: د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د افغانستان د مسئلې په هکله د ماسکو د صلحې په غونډه کښې د خپل هیواد د استازو د ګډون خبر ورکړ.


ایبیک صمدیاروف پرون وویل: د افغانستان په چارو کښې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړی استازی او د خارجه وزیر مرستیال به د ماسکو په کوربه توب د نومبر د نهمې نیټې په غونډه کښې ګډون وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي: دا وړومبی ځل دی چې د طالب ډلې پلاوی په هغه نړیواله غونډه کښې ګډون کوي چې د افغانستان د صلحې په لړ کښې د نورو هیوادونو د مرستیال خارجه وزیرانو او ځانګړو استازو په کچه ترسره کیدونکې ده.
ماسکو د تیر ۲۰۱۷ کال په دسمبر میاشته کښې هم د افغانستان د صلحې په هکله د پاکستان، چین او روسیې د درې اړخیزې غونډې کوربه و او د دې لړۍ دویمه غونډه ټاکل شوې وه چې د روان کال په ستمبر میاشت کښې ترسره شي خو د افغان ولسمشر اشرف غني په غوښتنه وځنډیدله.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي