برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طیب اردوغان – امریکااولویدیځ دې ترهه ګرو ته دوسلو له رسولولاس په سرشی

آریانانیوز: آناتولی خبری آژانس دراپورپه اساس دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون ناوخته په استانبول کې په یولړ څرګندونو کې له کرد وسلوالو ډلو څخه دامریکا په ملاتړونو په نیوکو سره د انقرې لویدیځی متحدان په نړۍ کې د مسلمانانو په وژلو او د ترهه ګرو په وسلو سنبالولو تورن کړل .
هغه وئیلی دی ، ټوله هغه ترهه ګرې ډلې چې مسلمانان په نښه کوی ، او وژنی ئې ، د امریکا په څیر دلویدیځی هیوادونو جوړې شوی وسلې په اختیار کې لی .
دترکیې ولسمشر دخپلو څرګندونو په دوام کې د امریکا او لویدیځ په بې باؤره بللوسره پرداخلی توان په تکیې سره له دوی سره د اړوندوالی په غوڅولو ټینګار وکړ.اردوغان د سورئې د ډیموکراټیک اتحاد ګوند او د خلک مدافعو یونټونو (وائی پی جی په باب هم مدعی شوی،دغه جنایتکاران چې دسورئې په شمال کې د توکمونو په پاکولو بوخت دی،دمونږ د متحدانو جوړ شوی توغندی ،راکټ لانچر،بمونه او مهمات په اختیار کې لری .
دترکیې د ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې دی ، چې انقرې د ۲۰۱۵کال د اګست له څلورویشتمې نیټې څخه ددمشق دقانونی حکومت له مجوز پرته او دنړیوالو قوانینو په خلاف په سورئې ټاټوبی کې پوځی شتون ته دوام ورکړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي