برخه -څانګه : politics, social, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شپېته مخور علماء او دعوتګر د سعودي په زندانونو کې

آریانانیوز: د سعودي روانو نيونو او بنديانو څارونکی د ټويټر اکاونټ «متعقلي الرائ» وايي، چې د سعودي حکومت له لوري د نيول شوو علماوو او دعوتګرو شمېر شپېتو ته رسېدلی دی.


دغه ټويټر اکاونټ په خپل تازه پيغام کې ويلي، چې د حکومتي پوهنتونونو پنځوس استاد بنديان دي، همدارنګه پنځه ويشت خبريالان، د بشري حقونو شل فعالان او لس قانونپوهان هم نيول شوي دي.
نږدې يوه اوونۍ وړاندې هم د ټويټر ياد اکاونټ ويلي و، چې په سعودي کې د سياسي بنديانو شمېر ۲۶۱۳ ته رسيږي او دغه کسان د تېر کال له سپټمبر وروسته نيول شوي دي.
دغه ټويټر حساب په يوه بل پيغام کې ويلي: «موږ ته روښانه شوې، چې نيول شوي کسان سخت وهل شوي، شکنجه شوي، د برېښنا شاټونه ورکول شوي او ساعتونه ساعتونه په زندان کې سرچپه ځوړند شوي دي.»
په سعودي کې د سياسي بنديانو، ليکوالانو، اقتصاد پوهانو، خبريالانو، علماوو او قانونپوهانو د نيولو لړۍ د تېر کال سپټمبر کې د وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ پيل شوې، خو تر اوسه د دغو بنديانو وروستی مسير نه دی معلوم او نه هم تر اوسه په محکمه کې کوم تور ورته متوجه شوی دی.
په سعودي کې د نيونو لړۍ د ديني علماوو شيخ سلمان العوده او عوض القرني څخه پيل شوې ورپسې د قضايي معهد مشر استاد عبدالعزيز الفوزان، شيخ سفر الحوالي او د حرم شريف امام شيخ صالح ال طالب په ګډون لسګونه نور علما او دعوتګران هم نيول شوي دي.
د امریکا وال سټريټ ژورنال وايي، چې د ديني علماوو پر ضد د حکومت دغه ناوړه ګامونه او د اعدام پرېکړې به د دې لامل شي، چې د چارواکو پر ضد کرکې او نفرت زيات او د شاهي کورنۍ داخلي اختلافات ورسره نور هم وپاريږي.
د ورځپاڼې په وينا د شيخ سلمان العوده په ګډون ګڼ شمېر ديني علماوو د محمد بن سلمان له لوري په سعودي کې د نوو بدلونونو ملاتړ نه کاوو او له همدې امله يې د يو شمېر تورونو پر اساس زندان ته اچولي دي.
سعودي حکومت په دغه هېواد کې د ښځو موټر چلولو، موسيقي محفلونو، سينما او ورته نورو چارو ته پراخه ازادي ورکړې، خو په مقابل کې يې د ديني علماوو د نيولو او ځورولو چارې ګړندۍ کړي، هغه علماء هم نيسي، چې د حکومت د روانې تګلارې مخالفت کوي او يا يې هم تاييد نه کوي.

شریک یي کړئ!