برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سونامی په انډونیزیا کښې تراوسه ۲۲۲ کسان وژلی او۸۰۰ کسان ژوبل کړی

آریانانیوز: انډونیزیا اولس زره(۱۷۰۰۰) جزیرې لري او څه دپاسه دوه سوه شپيته(۲۶۰) میلیونه نفوس لري او تل پکښې ډيرې زلزلې او سونامي راځي.


زمونږخبریال وایی په انډونیزیا کښې سونامی چې د اتشفشان له کبله رامینځته شوی وه تراوسه ۲۲۲ کسان وژلی او ډیر هوټلونه ، په سلګونو کورونه او یوشمیر خلک چې په کنسرټ کښې یې ګډون کړی وو وړی دی .
د انډونیزیا په سونډا اوبلارې(Sunda Strait) کښې دغه سختې سونامی په ۲۲۲ کسانو وژلو سربیره څه دپاسه اته سوه (۸۰۰) نور کسان ژوبل کړی هم دی .
تراوسه اتویشت(۲۸) کسان بې درکه دی .
د وژل شویو خلکو دشمیر دزیاتیدا ویره شته ځکه چې ځینو سیمو ته اوس هم مرستندویه ډلې نه دی رسیدلی .
دانډونیزیا ولسمشر جوکو جوکوی ویډوډو(Joko “Jokowi” Widodo) له تاوان لیدونکو خلکو سره خپله خواخوږی څرګنده کړه او حکومتی ادارو ته یې حکم ورکړ چې دغه پیښې ته سمدستی ځواب ورکړی .
انډونیزیا اولس زره(۱۷۰۰۰) جزیرې لری او څه دپاسه دوه سوه شپیته(۲۶۰) میلیونه نفوس لری او تل پکښې ډیرې زلزلې او سونامی راځی .

شریک یي کړئ!