برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دانډونیزیا خلکو دامریکا او داسرائیلوبیرغونه وسوزول

د انډونیزیا په سلګونو زره خلکو د فلسطین له خلکو سره د پیوستون او د قدس په اړه د امریکا د وروستیو اقداماتو دغندلو لپاره دصهیونیسټ رژیم او د امریکا بیرغونه وسوزول.


په دغو مظاهرو کښې ګډون کونکو خپلو ټاټوبو ته په بیرته ستنیدا کښې د فلسطین دخلکو دحقونوملاتړ وکړ او له تل ابیت څخه قدس ته د امریکا د سفارت دانتقالولو پاره یې د ولسمشر ټرمپ فیصله وغندله
دامریکا ولسمشر ټرمپ دتیر میلادی کال په دسمبر میاشت کښې له پراخو نړیوالواو سیمه ییزو مخالفتونو سره سره وویل واشنګټن قدس دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندی .

شریک یي کړئ!