برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

په انډونیزیا کې د علماو په نامه کانفرانس ځنډیدلی

هغه غونډه چې د انډونیزیا د حکومت په غوښتنه او ملاتړ د علماو په نامه جوړیده، تر ناټاکلي وخته ځنډېدلې ده.
د انډونیزیا حکومت غوښته چې ددغه هیواد په پلازمینه جاکرتا کې د «ایم یو اې» په نامه د علماو د شورا ملاتړ وکړي تر څو په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د پاکستان، افغانستان او انډونیزیا علماء خپل نظر څرګند کړي، او ټاکل شوې وه چې دغه غونډه به راتلونکې اونۍ جوړیږي، اوس یې منتظمین وايي چې د میاشتي تر پایه به غونډه جوړه کړي خو دقیقه نیټه یې نه ده څرګنده کړې.
باید وویل شي چې طالبانو د یوې اوږدې اعلامیې په خپرولو سره پر علماو ټینګار کړی وو چې په داسي تبلیغاتي غونډو کې د ګډون څخه ډډه وکړي.
د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي اسیا د څانګې مسؤول «فیردي پای» رسنیو ته ویلي چې دوی ته د طالبانو خبرپاڼه رسیدلې او د اوس لپاره یې ارزوي، خو په ورته وخت کې د علماو د کانفرانس لپاره چمتوالی روان دی او دا غونډه نه ده لغوه شوې.
د انډونیزیا د علماو د شورا یوه مسؤول محي الدین جنیدي رسنیو ته ویلي چې کیدای شي طالبانو ته ناسم معلومات رسیدلي وي، ځکه چې په وینا یې په دغه غونډه کې د انډونیزیا علماو غوښتل چې د شخړو په هوارۍ کې د افغانستان او پاکستان د علماو سره خپلې تجربې شریکي کړي.
نوموړي ويل] چې ټاکل شوې وه په دغه غونډه کې د دریو هیوادونو ۱۵، ۱۵ علما ګډون وکړي خو اوس دا کانفرانس د څو ورځو لپاره ځنډېدلی دی.
نوموړي د طالبانو څخه هم د ګډون خواست کړی او ویلي يې دي چې کانفرانس د سولې لپاره دی، ځکه نو دوی هم باید ورته راشي.
نن ټکی اسیا ته یې یوې باخبرې سرچینې وویل چې دغه غونډه د ځینو ستونزو سره مخ شوې ، لومړی خو کیدای شي نوره هم وځنډیږي او یا هم کیدای شی هسي د نامه لپاره په کمزوري توګه ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي