برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د یهودو له اقتصادي شومو پلانونوپه اړه

غربیانو او یهودو د ټولي نړۍ په تېره بیا د اسلامي نړۍ د تسخیر لپاره ډول ډول شوم اهداف په کار اچوي او پدې لاره کي له هیڅ عمل څخه دریغ نه کوي، یهود دا عقیده لري چي الله تعالی ﷻ دوی سرداران پیداکړي دي او نور خلګ یې بیا د دوی د خدمت لپاره پیداکړي دي، دوی چي کله وغواړي یو هیواد تر خپل تسلط لاندي راولي نو له خپل زور څخه کار اخلي او د ویري اچولو په اساس پر هغوی حکومت کوي، خو په اوسنیو حالاتو کي له یو بل ډول جګړې څخه چي اقتصادي جګړه ده هم کار اخلي، هغه داسي چي مخکي له مخکي په هم هغه هیواد کي داسي پروژو ته وده ورکوي چي ترڅو د هغوی اقتصاد له پښو ولویږي او فقر ته مجبور سي نو دوی د مرستو په بهانه خپل فعالیتونه په هم هغه هیواد کي ډیر کړي چي پدې ډول سره هغوی د خپل لاس آلې وګرځوي او هغوی ددوی په وتلو خواشیني کیږي.

اصلا د اقتصادي حملې فکر له مسیحیانو سره هغه وخت پیداسو چي کله په اروپا کي نفوس زیات سو او زراعت هم ښه وده نه کول ځکه زراعت ښه وده هغه وخت کولاي سي چي په کافي اندازه لمر ورته ورسیږي نو ددوی مذهبي مشرانو ورته وویل چي اروپا کوچنی ده زراعت هم ښه وده نه پکښي کوي او زیات معادن هم شتون نلري نو لاړ سئ آسیا او افریقا ونیسئ چي د ښو زراعتیزو ځمکو په درلودلو سره بې مثاله دي او معادن یې هم تر اوسه ندي استخراج سوي.
د اسلامي نړۍ اقتصادي اهمیت په درو شیانو کي دی : ۱- زراعت ۲- تجارت ۳- صنعت. چي درې واړه اوس د غرب له لوري په پوره ډول تر حملې لاندي نیول سوي او په پوره ډول یې زیانمن کړي دي.
زراعت او مالداري دواړه سره تړل سوي دي کچیري زراعت ته تاوان ورسیږي نو هرومرو مالداري هم ترې زیانمنه کیږي، او کچیري د اسلامي نړۍ معادنو لکه تېل، ګاز، قیمتي ډبري او داسي نور.
یهود وايي هغه وخت تیر سوی دی چي واک به له دین سره ؤ اوس واک او قدرت له طلا سره دی نو کله چي طلا په لاس کي ولرې نو پر ټوله نړۍ به دي واک چلول آسانه وي.
یهود غواړي چي پر اسلامي ملکونو باندي لکه څرنګه چي ټوله یې اشغال کړی او په جنګ اخته کړی ددې ترڅنګ یې غوښتي چي د اقتصادي پلوه یې هم کمزوري او فقر ته محتاجه کړي چي د هغو څخه یو هم دوی دا شعار بدرګه کوي (باید درغلي، رشوت ، خیانت او دوکه دا ټول په کار واچوې ترڅو پوري یې موخي او اهداف تحقق ومومي، دوی وايي چي باید د هغه ویري خپرولو لپاره کار وکړو چي موږ ته د مطلق اطاعت او غاړه ایښودلو ضمانت راکوي او دا زموږ لپاره کافي دی چي پدې وپيژندل سو چي دا د سخت قوت او زور خاوندان دي تر څو هر تمرد او سرغړونه لمنځه یوسي).
همدارنګه کله چي غرب له لوري کوم اسلامي هیوادونه اشغال سوي نو سمدلاسه یې پر اقتصادي او طبیعي زیرمو هم حملې سوي او د دوی لخوا چور سوي دي، ترڅو پدې سره اقتصادي ستونزي راپورته او وهڅوي او د هغه سروزرو په برکت چي دوی ساتلي بیرته ټوله دوی ته غاړه کښیږدي.
امریکا او یهودو د اقتصادي استعمار او د هیوادونو د اقتصادي مستعمره کولو لپاره له بېلابیلو اقتصادي سازمانونو لکه : د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، د نړیوالي سوداګرۍ سازمان، د اقتصادي پراختیا او همکارۍ سازمان او داسي نورو په جوړولو سره د اسلامي هیوادونو په اقتصادي استعمار لاس پوري کړ.
ددې سازمانونو په جوړولو سره به امریکا او غرب وکولاي سي چي پر نړۍ باندي خپله پاچهي جاري ونیسي پداسي حال چي لومړی په هغو هیوادونو کي په پوره ډول اقتصادي بحران رامنځته کړي چي پدې سره به خلګ فقر او غلامۍ ته مجبور سي او بیا به نړیوال بانک دوی ته قرضې له سود سره یو ځاي ورباندي وتپي، چي پدې ډول به نوموړي هیوادونو د پور او د هغه د ګټي په اداء کولو باندي هیڅکله ونه توانیږي نو پدې ډول به همېشه د دوی غلام او همکار پاته سي لکه پاکستان او نور اسلامي هیوادونه چي له کلونو کلونو راهیسي د نړیوال بانک پوروړی دی او هر کال ورباندي جریمه هم جمعه کیږي، چي د پورونو په اخیستو له کلونو راهیسي د غلامۍ په دام کي ګیر دی، د غرب د مشرانو یعني یهودو یوه پالیسي دا هم ده چي په اسلامي ملکونو کي د ډول ډول مؤسساتو او انجیو ګانو تر عنوان لاندي اقتصادي پروژې فعاله کوي چي په ظاهره خلګو ته داسي ښيي چي دوی خلګو ته پیسې ورکوي خو په اصل کي دوی له خلګو پیسې راټولوي.
له پیړیو پیړیو راهیسي د غربي هیوادونو سیاستپوهانو پر کوم شي چي ډير غور کړی هغه د یو هیواد خلګ د غلامۍ سیسټم ته اړ کول دي او د غلامۍ کولو لپاره یې یوه لار دا هم ده چي د امریکا په مشرۍ د نړیوالو سازمانونو پوروړی یې کړي.
نو ددې لپاره چي هیوادونه له سازمانونو څخه پور اخیستلو ته مجبور سي نو د نړیوال سازمان او بانکونو لخوا یې د پیسو ارزښت ورځ په ورځ کمیږي چي پدې ډول هغوی نسي کولاي خپل پاته پورونه چي سود هم ورسره جمعه سوي وي اداء کړي او د بودیجې د برابرولو لپاره یې بیا د سازمانونو څخه د پور اخیستلو ته مجبوره وي او یا یې مشرانو ته رشوت ورکوي او داسي مشران ورته انتخابوي چي په لوی لاس خپل هیواد له سازمانونو څخه پوروړی کړي.
همدارنګه غرب د اقتصادي جګړې د پرمخ بیولو او لا دوام لپاره و اسلامي هیوادونو ته داسي اقتصادي مشران ټاکي چي یا پوره په فساد اخته وي او یا کومي پسې چي دوی یې د مرستي په نامه هغه هیوادو ته لیږي بیرته د دوی د غلامانو په واسطه غلا کیږي او د دوی هیوادونو ته ځي او هلته سرمایه داري پرې کوي چي پدې توګه به یې ددې هیوادونو د ولسونو په سترګو کي په دوه قسمه خاوري شیندلي وي :
د مرستي په بهانه ډیري پسې خپلو لاسپوڅو ته لېږل چي د هغوی پواسطه بیرته هماغه پیسې د دوی ملکونو ته لاړي او سرمایه ګذاري پرې وسي.
اسلامي هیوادونو ټول د نړیوالو سازمانونو څخه و پورونو ته مجبورول چي د هغه پورونو پر سر سود او کلنۍ جریمه هم حواله وي.
چي همدا پورونه بیرته د دوی د څو لاسپوڅو او غلامانو لخوا غلا کیږي چي پدې دول ورځ په ورځ همدا هیواد له اقتصادي بحران سره مخ کیږي او د غرب د استعمار او اشغال لپاره یوه زمینه برابره سي، چي بیا غرب خپل اشغال د بیارغوني تر عنوان لاندي په وجود راوړي.
د سازمانونو بله موخه هم د هیوادونو د ملي پیسو د بیي ټیټوالی دی نو پدې اقتصادي بحران کي بیا نړیوال سازمان د یوې بلي بربادوونکي برنامې سره راښکاره کیږي چي هغه بیا د اصلاحاتو او مرستو په نامه پیسې ورکول دي.
کله چي هیوادونه د قرضونو په اداء کولو ونه توانیږي نو بیا د غرب له بلي شومي پالیسۍ سره مخ کیږي چي د اقتصادي سختوالي پالیسۍ ده، هغه بیا په دې ډول چي بېکاري زیاتیږي، دولتي خدمات هم راکمیږي او پر خلګو او شخصي شرکتونو باندي د لاسپوڅي دولت لخوا درنه مالیه او ټکس وضع کیږي چي پدې سره د ولس اقتصاد هم په صفر کي ضربیږي او د خدماتو یا امتیازاتو کمول او د مالیو لوړول بیا د فقر لامل کیږي چي دا د غرب لویه موخه ده، لکه اوس وخت کي چي افغانستان ورسره مخ دی چي ټولنه له فقر او غربت سره مخ وي نو بیا په آسانۍ سره دوی خپلو موخو ته رسیږي.
زموږ په هیواد کي هم پر کسبکارو او صنعتکارانو او عادي خلګو باندي درنه مالیه وضع کیږي چي پدې ډول سره هیڅوک زړه نه ښه کوي چي په هیواد کي دننه و صنعت او کسب ته ادامه ورکړي، همدارنګه د خلګو د کریډیټ کارټونو څخه ټکس ګرځول هم یوه غربي پالیسي ده پر ځاي ددې چي له مخابراتي شرکتونو څخه وګرځول سي چي عایدات یې تر آسمانه رسیږي خو بیرته له غریبو خلګو څخه مالیه اخیستل کیږي.
د پیسو کم ارزښته کول، د پانګو غلا کول، په ټولنه کي د سود رواجول، خلګو ته د ډیرو پیسو د ګټلو په نامه له ډول ډول مؤسساتو او انجیوګانو څخه کار اخیستل لکه : مالي ویژن، رویال پیور ګولډ، پریموټ او داسي نور د غربي پالیسي زېږنده ده.
یوه بله د غرب او یهود پالیسي داده چي دوی باید په صنعت او تجارت ولکه ترلاسه کړي او همدارنګه خلګ په اسراف اخته کړي او ډول ډول بد رواجونه په ټولنه کي عام کړي.
غربیان تر هغه ورسته چي په خپلو مستعمرو کي یې فزیکي ماتي وخوړلې نو یې په فکري، فرهنګي، مالي او اقتصادي استعمار لاس پوري کړ چي داسي ډول شرکتونه او مؤسسې یې رامنځته کړې چي لومړی یې خپل سهم خورا لوړ او شتمن وښيي خو کله چي خلګ برخه پکښي واخلي، نو شرکت نور هم خلګ تشویقوي ترڅو نوره سرمایه هم راوړي نو کله چي پدې پوه سي چي د خلګو پوره سرمایه یې راټوله کړېده نو بیا په ناڅاپي ډول سره د خپل شرکت په اړه منفي اقتصادي راپورونه خپروي او خلګو ته دا ښيي چي شرکت له ماتي او رکود سره مخ دی نو خلګ له دې ویري چي نور تاوان ونکړي نو په یوې کمي برخي باندي هم راضي کیږي او شرکت بیا غرب ته تښتي.
کچیري موږ او تاسي خپل ورځني ژوند ته وګورو زموږ په ژوند کي د خوراک، پوښاک شیان اکثره د زراعت ثمره ده او د یهودو لخوا افغانستان ته د اقتصادي او زراعتي ضربې لپاره یوه بله وسیله هم شمسي یا لمریزي هنداري دي، په اصل کي که څه هم ډیري ښېګڼي لري ځکه د انرژۍ، صنعت، تعلیم، برېښنا او اقتصاد د ښه والي په برخه کي ډیري ارزښتمني دي غرب چي هر کله د تکنالوژۍ په برخه کي نوې وسیله جوړه کړې نو لومړی یې د اسلام په خلاف کارولې او بیا یې ټولني ته وړاندي کړېده مثلا برېښناییزي رسنۍ چي لومړی یې په اسلامي ځوانانو کي فحشاء، الحاد او لوڅتوب خپور کړی او ښه اړخونه یې هم په ټولنه کي لرلي، خو یهودو چي فکر وکړ چي اسلامي نړۍ خو مو ټوله اشغال کړې او په جنګ اخته کړېده نوددې لپاره چي د اقتصاد منابع یې هم ور وچي کړو نو باید لومړی یې زراعت لمنځه یوسو ځکه ډیری اسلامي هیوادونه د خپلو زراعیتیزو کښتونو له امله پر پښو ولاړ دي! چي و دوی ته داسي نظریه ورکول سوه چي لومړی یې باید اوبه ور وچي کړو، چي د اوبو د کموالي له امله به ددوی د زراعت په تورو ایرو بدل سي او د پيړیو پیړو وچکالۍ سره به مخ سي، باید چي په داسي یو انرژیک سیسټم باندي کار پیل سي چي په آسانۍ سره بزګران د مځکلي له تله څخه اوبه راوکاږي او د زیاتو اوبو په مصرفولو سره یې د اوبو ذخیرې وچي سي پداسي حال کي چي نړۍ ورځ په ورځ د سختي وچکالۍ سره مخ دی او اورښتونه هم کم دي نو یې د لمريزو هندارو و تولید ته زور ورکړ او په ټیټه بیه یې بازار ته وړاندي کړې او بزګرانو هم ټوله ورځ د مځکي له تله څخه بېله ضرورته اوبه راوکښلې ځکه چي عامه پوهاوی هم موجود نه ؤ او چا فکرنه کاوه چي دا د مځکي ذخیره خو هم یو وخت وچېدونکې ده.
د کندهار ولایت په اطرافي سیمو کي اشغالګرو پخپله مساجدو ته څو لمریزي هنداري او یو یو د اوبو راکښلو ماشین ورکړی چي ترڅو ټوله ورځ د مسجد په نامه اوبه راوکاږي چي پدې کار سره یو هم زموږ زیرمي وچي کړي وي او بل به یې هم خلګ د خپل ځان په اړه مشوش کړي وي. له همدې امله اوبه ورځ په ورځ په کمېدو دي او اسلامي نړۍ له سختي وچکالۍ سره هم مخکېدونکې ده.
همدارنګه د عربي نړۍ تېل چي هره ورځ د غرب له لوري په میلیونونو تېل خریداري کیږي او بیا ورڅخه استفاده کوي پداسي حال کي چي د امریکا او غربي هیوادونو د تیلو ټولي زیرمي ډکي دي چي وروسته دا تېل په ډېره ارزانه بیه خرڅوي او له خپل روسي او چینائي سیال سره مقابله کوي ځکه روسیه چي کوم تېل راباسي هغه به ورته ګران تمام وي او په بازار کي به تېل ارزانه وي نو ورته به یې سخته ضربه رسولې وي، بل دا چي څو کلونه به د منځني ختیځ له تیلو کار واخلي او آخر به دا هم ختم سي نو بیا چي له دوی سره کوم تېل دی د هغې د خرڅولو پخاطر به هرڅوک ددوی شرایطو ته غاړه ږدي. اصلا غرب د اسلامي نړۍ سره یوه داسي غټه دښمني را اخیستې ده داسي دښمني چي کوم وخت اسلامي نړۍ راویښیږي نو له پښو به لوېدلی وي او هرڅه (فرهنګ، اقتصاد، پوځ، ولس، حکومت او هرڅه به یې له خاورو سره برابر سوي وي).
بله مهمه خبره داده چي د عصري پیسو ارزښت د پیسو د نړیوالو ټولنو په واسطه مهار کېدای سي خو دا ټولني د اسلامي هیوادونو پرضد کار اخلي او ورځ په ورځ یې پیسه کښته کوي او د تولیداتو او طبیعي زیرمو ارزښت یې هم کمیږي چي غواړي فقر ته یې مجبوره کړي او ددوی همدا پلان د کامیابۍ پړاوونه وهي.
سود یوه ترټولو خطرناکه فاجعه ده چي بشریت یې له سترو خطرونو سره مخ کړی دی ځکه شتمن خلګ نور هم شتمن کوي او غریب نور هم غریب کوي او د ټولني توازن نور هم خرابوي. او رسول الله ﷺ سود کول د الله ﷻ سره جګړه ګڼلې ده، د غرب یوه پروژ هم همداده چي په اسلامي نړۍ کي سود عام کړي او ټول وګړي یې په سود اخته کړي.
چي د اسلامي نړۍ علماؤ هم خپل حق د اقتصادي حملي په مقابل کي ندی اداء کړی او ترټولو بده خبره بیا داده چي دوی په ټولنه کي اوسني سودي نظامونه ښه په سترګو مشاهده کوي مګر د ناسموالي او حرمت په اړه یې کوم جرأت نه کوي او یا به لاندي لاملونه وي چي دوی یې نه منع کوي :
په علماؤ کي د فکري بیداري نشتوالی او یا یې د احساس نشتوالی.
یا هم د اوسنیو سودي توطئو او مراکزو څخه ناخبرتیا.
د جرأت نه درلودل ترڅو ولس ترې خبر او منع کړي.
د ویري له امله د یهودو شومي توطئې نه رسوا کول.
یا هم ددې استعداد نه درلودل چي اوسني او معاصر سودي او غیر سودي سیسټمونه سره جلا کړي.
د اقتصادي استثمار د حل لاري چاري نه معلومېدل.
د اسلامي امت د اقتصاد د ښه والي لپاره کوم خاص پروګرام نه درلودل.
له معاصرو اقتصادي متخصصینو سره همږغي نه درلودل.
د نړۍ ټولو کفارو د مسلمانانو په وژلو، د هغوی د هیوادونو په ورانولو، د زیرمو په وچولو، د صنعت په لمنځه وړلو کي اشر کړی او د اسلامي امت په دې سخت پړاو او مظلوم ژوند کي د علماؤ بیداري او د ټولنیز ژوند په هر اړخ کي د دوی پوره شته والی کولای سي ، چي د یهودوی شوم پلانونه لمنځه یوسي او حاکم حکومتونه خو هسي هم د یهودي او مسیحي اتحاد لپاره چاپلوسي کوي او د هغوی د خوشحالۍ لپاره چي یې هر څه له وسه وسي نه یې سپموي.
نور نو رابیدار سئ اسلامي ځوانانو د غفلت خوب پرېږدئ او د یهودو او غربیانو شوم پلانونه د مور په رحمونو کي ور شنډ کړئ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي