برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۶ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د ګوانتانامو تر ټولو زوړ پاکستانی زنداني له ۱۷ کلونو وروسته خوشې شو

آریانانیوز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ګوانتانامو زندانه د خپل ۷۴ کلن تبعه د تر ټولو زوړ زنداني په توګه د خوشې کېدو اعلان وکړ.


سیف الله پراچا پاکستانی تبعه چې ۱۷ کاله وړاندې له القاعده شبکې سره د تړاو لرلو په تور د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې بندي و، بالاخره تر ټولو د لوی عمر بندي په توګه آزاد شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه او اعلان یې وکړ: ۷۴ کلن پاکستانی تبعه سیف الله پراچا نن د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۹مه د امریکا له پوځي زندان، ګوانتانامو، څخه راخلاص شوی او له خپلې کورنۍ سره به يو ځای شي.

په بیان کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت هيواد ته د ښاغلي پراچا د بېرته راستنېدو لپاره د سازمانونو په سطح یوه پراخه پروسه بشپړه کړې ده.

د نیویارک ټایمز لخوا د روان کال د جولای په میاشت کې د خپاره شوي راپور له مخې، متحده ایالاتو د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو راهیسې په ګوانتانامو زندان کې ۷۸۰ تنه چې ټول یې مسلمانان دي، بندیان کړي دي، که څه هم مشخص شوې ده چې د دغو کسانو ډېر شمېر له القاعدې سازمان سره یې هیڅ تړاو نه درلود.

تر اوسه په دغه زندان کې ۹ تنه بندیان مړه شوي دي.

که څه هم په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د دغه زندان د تړلو د یوه کال په موده کې غوښتنه کړې وه، خو لا هم ۳۶ کسان په بند کې دي. او له تېرو دوو لسیزو راهیسې سي آی اې او د امریکا پوځ په سیستماتیک ډول په دغه زندان کې د بهرنیو مسلمانو بندیانو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي