برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کشمير د مسئلې په هواري د حريت کانفرنس د يو مشر تاکيد

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې ميرواعظ مولوي محمد عمر فاروق پرون د سرينګر په جامع جومات کښې په يوه وېنا کښې د کشمير او کنټرول کرښې له حالاتو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، د کشمير د مسئلې د هواري لپاره پکار دي د هند او پاکستان او د کشمير د مشرانو ترمېنځ خبرې اترې اوشي، ځکه چې د کشمير مسئله د خبرو اترو له لارې هوارېدې شي.
هغه د هند ترکنټرول لاندې کشمير امنيتي او اقتصادي حالات سخت وبلل او زياته يې کړه، د کشمير د مسئلې هوارے د هند او پاکستان دواړو هېوادونو په ګټه دے ځکه چې د دې مسئلې په هواري سره به ارامښت او امنيت سيمې ته راستون شي.ميرواعظ مولوي محمد عمر فاروق وويل، د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې جنګ حل لاره نه ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي