برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۷ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کشمير د مسئلې په هواري تاکيد

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې مېرمن محبوبه مفتي د کشمير په مرکز سرينګر کښې وويل، د کشمير مسئله فوځي حل لاره نه لري او پکار دي د دغې سيمې مسائل او مشکلات د خبرو اترو له لارې هوار شي.


مېرمن محبوبه مفتي زياته کړه، د هند حکومت پکار دي د کشمير د مسئلې د هواري لپاره له پاکستان او کشميري مشرانو سره کښيني او خبرې اترې وکړي.

له دې مخکې هم د جمو او کشمير پخواني وزيراعلی فاروق عبدا… ويلي وو چې د کشمير مسئله فوځي حل لاره نه لري او نوے ډيلے او اسلام آباد پکار دي د خبرو اترو له لارې دغه بحران ختم کړي چې سيمه د ارامښت او قرارۍ مخ وويني.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي