برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هند ترکنټرول لاندې کشمير له خلقو سره د يکجهتۍ ورځ نمانځل

آریانانیوز: د یورپوټ له مخې د فرورۍ له پينځمې نېټې سره په يو وخت چې په پاکستان کښې د تورې ورځ او د هند ترکنټرول لاندې د کشمير له خلقو سره د يکجهتۍ د ورځ په توګه نومول کيږي، پاکستانيان په ټول هېواد کښې د احتجاجي لاريونونو او غونډو په جوړولو سره دغه ورځ نمانځي.


په دې لړ کښې پاکستانيانو د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې په احتجاجي لاريونونو کښې د کشمير له خلقو څخه په ملاتړ کښې د شعارونو په ورکولو سره له کشمير څخه د هندي فوځيانو د وتلو غوښتنه وکړه.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي وويل، اسلام آباد تل د کشمير خلقو ته د برخليلک د ټاکلو د حق ورکولو لپاره د کشمير د خلقو له موقف څخه ملاتړ کوي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم وويل، د هندي فوځيانو په لاسو د کشميريانو ځپل د هند له حکومت څخه د هغوي د کرکې او قهر سبب شوي دي.
هند له کلونو راهسې د زرګونو فوځيانو ځاے پرځاے کولو سره د کشمير يو لړ سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي او په تېرو دريو لسيزو کښې يې له اته شپېته زرو نه زيات خلق وژلي دي.
د کشمير خلق د دغې سيمې د حالت د ټاکلو لپاره د رېفرېنډم جوړولو په اړه د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د پرېکړليک او عملي کېدو غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي