برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کرونا ویروس ضد احتمالي واکسین ازمويل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس په استرالیا کې ساینس پوهانو د کرونا وایرس پر ضد د دوه احتمالي واکسینونو ازموینه پیل کړې ده.
دغه واکسینونه چې د اکسفورډ پوهنتونو او امریکايي دوا جوړونې شرکت inoviPharmaceutical له خوا جوړ شوی، د صحت نړیوال سازمان له خوا ورته اجازه شوې چې پر حیوانانو باندي وازمویل شي.
بلخوا د اسټرالیا د ساینس ملي اداره به پر حیوانانو باندي ددغه واکسین تاثیر څاري او دا ارزونه به کوي چې د انسان لپاره به محفوظ وي او کنه؟
باید وویل شي چې تیره میاشت مخکې له دې چې پر موش خرما او نورو حیوانانو باندي د واکسین ازموینه وشي، پر انسان د واکسین لومړۍ ازموینه په امریکا کې وشوه، چې تر اوسه تر څارنې لاندې ده او لا یې په اړه د څه پرمختګ خبر نه دی ورکول شوی.
د ساینس پوهانو په وینا په عمومي ډول د یوه واکسین جوړونه کلونه وخت نیسي، خو د کورونا پر ضد د واکسین جوړونې مسابقه په نړیواله سطحه پیل شوې چې له امله یې د واکسین جوړېدو وخت هم را لنډ شوی او تمه کیږي چې په یو نیم کال یا ۱۸ میاشتو کې واکسین په بشپړه توګه چمتو شي.
په اسټرالیا کې د کومنولث ساینس څیړنیز مرکز ویلي چې پر حیوانانو د واکسین لومړنۍ ازموینې یوه لویه لاسته راوړنه ده. ددغې ادارې یوه ډاکتر روب ګرینفل رسنیو ته ویلي، عموما تر دغه ځایه رسیدل هم د یوه کال څخه دوه کاله موده غواړي، خو اوس دوی وتوانیدل چې دغه موده دوه میاشتو ته را ټیټه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي