برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټرمپ پر دفتر لېونی ښار شعار چا ليکلی و؟

آریانانیوز: سپينه ماڼۍ ورځ تر بلې له نوو ستونزو سره مخ کيږي او وروستۍ ستونزه يو ځل بيا هغه مهال راپورته شوه، چې د سپينې ماڼۍ نامعلوم چارواکي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دفتر پر دروازې «ليونی ښار» شعار وليکه او د ټرمپ غوسه يې راوپاروله.


ولسمشر ټرمپ له لوی څارنوال جيف سيشنز څخه غوښتي، چې د دغه شعار د ليکونکي په پيدا کولو کې جدي مرسته وکړي.
نيويارکر مجلې ليکلي تېره ورځ د جمعې په سهار، چې کله ټرمپ خپل دفتر ته ورسېد، دغه شعار يې تر سترګو شو او له خپلې سلاکارې کيليان کونوای څخه يې وغوښتل، چې دغه شعار «لېونی ښار» ورته ولولي.
د سپينې ماڼۍ د چارو څارونکي وايي، چې د دغه شعار د ليکونکي پېژندل ستونزمن دي؛ ځکه د سپينې ماڼۍ له ۷۰ تر سلو چارواکي د خپل کاري چاپېريال له امله سپينه ماڼۍ «ليونی ښار» بولي.
ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ رسنيو ته وويل، چې هر چا د ده دفتر پر دروازه دغه شعار ليکلی وي، متحده ايالاتو ته يې سپکاوی او خيانت کړی دی.
ولسمشر همدارنګه غوښتنه کړې، چې په نيويارک ټايمز ورځپاڼې کې د ده پر ضد د ليکل شوې مقالې ليکوال هم بايد معلوم شي.
د نيويارک ټايمز په مقاله کې ولسمشر ټرمپ بد اخلاق، بد کرداره او د کمزوري شخصيت لرونکی معرفي شوی و.
نيويارک ټايمز ويلي، چې ليکوال ترې د خپل هويت پټولو غوښتنه کړې او امریکايي رسنۍ په دې باور دي، چې دغه مقاله د سپينې ماڼۍ کوم لوړپوړي چارواکي ليکلې، چې د ټرمپ له ټولو کړنو او خويونو خبر دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي