د المسيره خبري سائيټ د رپوټ له مخې محمد عبدالسلام بېګا وويل، له يوډېر خطرناک ائتلاف سره چېد نړۍ اشرار يې غړي دي د مقابلې لپاره ديمن د خلقو پائېداري به د ټولې سيمې لپاره سټراټيجک تاثير ولري.
هغه وويل، سيمه او نړۍ د يمن د خلقو ستائنه کوي په دې وجه چې هغوي يې د سعودي ۰ صهيونېسټي او امريکائي ګډ ائتلاف له شر نه لرې ساتلي دي.
ملګرو ملتو په يو رپوټ کښې اعلان وکړ چې سعودي ائتلاف د يمن د نښتو په سيمو کښې د ماشومانو د حقوقو خلاف ورزي کړې ده. د ملګرو ملتو په رپوټ کښې د يمن هغو يو زر درې سوه ماشومانو مرګ ژوبلې ته اشاره شوې ده چې اکثر يې د سعودي ائتلاف د هوائي حملو قربانيان دي.
د دغه رپوټ له مخې سعودي ائتلاف د يمن په جنګ کښې د ۳۶۸ ماشومانو د وژلې ذمه واري په غاړه لري.
سعودي د ۲۰۱۵ کال د مارچ له مياشتې راهسې د څو عربو هېوادونو د ائتلاف په قالب کښې او د امريکې په اشارې سره د عربي نړۍ ترټولو فقير هېواد يمن په خلاف پراخې حملې شروع کړې چې اقتدار ته د دغه هېواد د مستعفي ولسمشر د ستنولو په بهانه د خپلو سياسي زياتو غوښتنو او سپېرو اهدافو ته عملي جامه ورواچوي.