برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د وخت د علماوو اړوند د علامه ابوغده ګیلې او توصیې

علامه عبدالفتاح ابو غده د عربي نړۍ له سترو او مخکښو علماوو څخه وو، چې په کال ۱۹۱۷ میلادي کې د سوریې په شمالي ښار حلب کې زیږدلی، نوموړی د څلورو مذاهبو په فقه؛ ځانګړي ډول د احنافو فقه، د دغې فقهې په اصولو، د حدیثو په اصولو او د اسماء الرجال په علومو کې ښه مهارت درلود.
هغه په سوریه، مصر او نورو ډیرو اسلامي هیوادونو کې زده کړي کړي دي، او په همدې هیوادونو کې له تدریس سره سره نور هم ډیر خدمتونه تر سره کړي دي.
ابوغده خورا زیاتې لیکنې کړي دي، چې د ټولو شمیر یې له سلو څخه اوړي.
عبدالفتاح ابو غده د ۱۹۹۱ میلادي کال د فبروری په ۱۶ د سعودي عربستان په ریاض کې سهار مهال له دې فاني نړۍ نه وکوچید. (رحمه الله)
دا وخت علماء په وړو کتابونو پسې ګرځي، اوږدو کتابونو ته زړه نه ښه کوی، یوازې په هغه کتابونو بسنه کوي کوم کتابونه چې تدریس کیږي.
لوی کتابونه نن ورځ نغښتل شوي پراته دي، هغوی هیچا هم نه را واړول او نه یې را نقل کړل.
هغو کسانو ته چې د پوهې خاوندان دي خامخایې ده، چې دغه نغښتل شوي کتابونه خلاص کړي، د هغوی په کتلو سره خپل معلومات نور هم زیات کړي، تر څو د مخکینیو علماوو له علومو ځینې خبر شي او د هغوی له لوړو همتونو څخه ګټه واخلې؛ دا ځکه چې د هغوی د کتابونو په لوستلو سره ذهنونه تېزیږي، کوښښ،کلک هوډ او پخه اراده په خوځښت کې را ولي، او بل دا چې هیڅ کتاب بې ګټې نه وي.
دا وخت چې موږ له چا سره ژوند کوو؛ د هغوی له اخلاقو او سیرت څخه پنا غواړم، اوس په دوی کې داسې کسان نه لیدل کیږي، چې د لوړ همت څښتنان وي؛ تر څو نوي زده کونکي د هغوی په پله باندې پل کیږدي، ګټه ورځېنې واخلي او نه هم په دوی کې داسې د تقوی څښتنان شته، چې څوک یې لاره ونیسې او استفاده ترې وکړي. (الله الله)
تاسې خامخا د مخکېنیو علماوو له ژوند څخه ځانونه خبر کړئ! د هغوی ژوند لیکونه او کتابونه وګورئ! د دوي کتابونه زیات لوستل له دوی سره د ناستې په معنی دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي