برخه -څانګه : accidents, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هند امنیتي ځواکونو څلور کشمیریان شهیدان کړل

فرانس پریس خبر ورکړی چې د هندوستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر د سرینګر ښار په پخوانۍ برخې باندې په برید سره څلور کشمیریان په ډزو شهید کړ.


د دغې حملې له امله چې له کشمیریانو سره په وسله والې نښتې بدله شوه، درې هندي ځواکونه هم وژل شوي دي.
په عین حال کښې سلګونو کشمیریانو د کشمیر په مختلفو سیمو کښې مظاهرې وکړې او په هندي ځواکونو یې د کاڼو ګوذارونه وکړل.
د هند امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د تیت پرکولو لپاره پر هغوي اوښلن ګیس وپاشه او ډزې یې پرې وکړې چې له امله یې یوشمیر کشمیریان زخمي شول.
له بلې خوا یوه ډله کشمیریانو د هندي ځواکونو په حمله کښې کشمیریانو په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې کاربندیز پیل کړی دی چې عمومي بڼه یې خپله کړه او په سیمه کښې ټول دکانونه، بازارونه، تجارتي مرکزونه، تحصیلي ادارې او ښوونځي تړل شوي دي.
دغه کاربندیز د خلکو ژوند ګډوډ کړی دی.

شریک یي کړئ!