برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د نیویارک ښاروال ګواښ

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د امریکا دنیویارک ښاروال بیګا له سی این این ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې د طبی امکاناتو د کمښت له امله په کرونا ویروس دککړو کسانو د مرګ ژوبلو د زیاتیدا په باب خبرداری ورکړی او اټکل ئې کړی ،په راتلونکو دوو میاشتو کې به ددغه ویروس دخوریدا له امله بحران نوره هم سخت شي .
بیل ډی بلاسیّو دغه راز وئيلي دي ،د کرونا مرګوني ویروس خوریدا ، په امریکا کې د سترې ځوړتیا وروسته یو ترټولو ستر د اخلی بحران دی او په همدې علت، مونږ د امریکا د پوځ د هراړخیز رول لوبولو ته اړتیا لرو
هغه خبرداری ورکړی،که تر راتلونکو لسو ورځو پورې مونږ ته لازیات تنفوسي تجهیزات راونه رسیږي، نو هغه کسان به هم چې زیات خطرناک نه دي ،خپل ژوند له لاسه ورکړي .
د نیویارک ښاروال روښانه کړې ، که ولسمشر ډونالډټرمپ عملی ډګر ته ونه دانګي ، نو هغه کسان چې اژغورل کیدا ا مکان ئې شته ، هم له لاسه ووځي. داپه د اسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له دې مخکې په امریکا کې د کرونا ویروس د چټکې خوریدا په وړاندې په لټۍ او بې پروائۍ تورن شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي