برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د نایجیریا په نظامي اډه خونړی ترهګریز برید

آریانانیوز: د جروزالم پوسټ په وینا ، په نایجیریا کې ترهګرو عناصرو د دغه هیواد په شمال ختیځ کې یوه نظامي اډه ونیوله ، چې له 30 څخه ډیر عسکر یې ووژل...


ویل کیږي برید کونکي د ترهګرو او تکفیري ډلو سره تړاو لري. د عیني شاهدانو په وینا ، بریدګرو د شمال ختیځ بورنو ایالت په ماینوک ښار کې پر اډه برید کړی.

په نایجیریا کې د ناامنیو ډیریدل سږکال د لوی شمیر سرتیرو او ملکي وګړو د مرګ لامل شوي. شاوخوا یوه میاشت وړاندې ، په شمال ختیځ نایجیریا کې په څلورو تروریستي حملو کې شاوخوا 30 عسکر وژل شوي دی.

تروریستي ډلې د یوې لسیزې څخه د ډیرې مودې راهیسې په نایجریا کې ناورین راپارولی ، له 30 زره څخه ډیر خلک یې وژلي او لږترلږه 2 ملیونه یې بې ځایه کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي