برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ آذر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د نایجیریا له اردو سره د بوکو حرام ترهګرو خونړۍ جګړه

آریانانیوز: د فرانسې خبري اژانس په وینا ، په نایجیریا کې امنیتي سرچینو وویل چې په شمال ختیځ ایالت بورنو کې د بوکو حرام ترهګرو سره په نښتو کې لس سرتیري وژل شوي او یو تن یرغمل نیول شوی دی...


دغه نښتې هغه وخت پیل شوې کله چې یوې ډلې عسکرو د دامبوا سیمې د الاګارنو په کلی کې په لویدیځه افریقا کې د داعش ترهګر پر کمپ (د بوکو حرام یوه څانګه) برید وکړ.

یوې امنیتي سرچینې ، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل ، چې په دې نښتو کې لس سرتیري وژل شوي او یو تن یرغمل نیول شوی دی. یو شمیر ترهګر هم وژل شوي. یوې بلې سرچینې زیاته کړه چې ترهګرو څلور موټران او یو یو جنګي وسایط هم ضبط کړي دي.

د بوکو حرام یاغیان له 2009 راهیسې په شمال ختیځ نایجیریا کې فعال دي او ګاونډیو هیوادونو ته هم غزیږي. د ملګرو ملتونو په وینا ، تر دې دمه تر 36،000 ډیر کسان وژل شوي دي (اکثره په نایجریا کې) او شاوخوا درې ملیونه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي