برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مکي حرم بل امام شيخ بندر بليله هم سعودي حکومت ونيول

آریانانیوز: د سعودي د ټولنيزو شبکو فعالانو ويلي، چې د مکي حرم امام الشيخ بندر بن عبدالعزیز بليله په ګډون يو شمېر نور ديني عالمان نيول شوي او ګڼ شمېر بنديان د استخباراتو په زندانونو کې تر سختو شکنجو لاندې دي.


د راپورونو له مخې شيخ بندر بليله د مکي حرم خطيب او د طائف پوهنتون استاد د روان سپمتبر په يوولسمه شپه په داسې سپکه طريقه له خپل کور څخه نيول شوی، چې د يوه عالم له شان سره مناسب نه وي.
د بنديانو په اړه راپور ورکوونکی د ټويټر دغه حساب وايي، چې د بيان ازادۍ له امله په سعودي کې د نيول شوو کسانو شمېر ۲۶۱۳ ته رسېدلی دی.
ويل کيږي، چې د بيان ازادۍ له امله نيول شوي زنداني علماء د روغتيايي نه پاملرنې له امله د نورو مرضونو سربېره په جلدي ناروغيو اخته شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ د شيخ سلمان العوده په ګډون د يو شمېر نورو علماوو روغتيايي وضعيت ترينګلی دی، حکومت يې په اړه سترګې پټې کړي دي او هېڅ ډول اسانتيا نه ورته برابروي.
تېره مياشت يو بل سپين ږيری سعودي عالم شيخ سفر الحوالي هم د مرض له بستر څخه په مريض حالت کې له خپلو څلورو زامنو سره نيول شوی او تر اوسه يې د مرګ ژوند په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
په روانه سپتمبر مياشت کې د حرم شریف دا دوهم امام دی، چې نيول کيږي.
تر دې وړاندې د حرم شريف بل امام شيخ صالح ال طالب هم نيول شوی او تر اوسه يې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د شيخ صالح د نيول کېدو لامل دا بلل شوی و، چې هغه د سعودي چارواکو له لوري په دغه هېواد کې د فحشاوو، موسيقي او سينماوو ټينګ مخالفت کړی و، خو د شيخ بندر بليله د نيول کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ دغه هېواد د يوه پراخ يو اړخیز بدلون پر لور چټک روان دی، چې يو خوا ته په کې غربي کلتور، موسيقي، د ښځو ازادي، سينما او ورته شيانو ته ورځ تر بلې ازادي ورکول کيږي، خو په مقابل کې يې په ديني امورو، علماوو او دعوتګرانو بنديزونه لګيږي او زندان ته لېږدول کيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي