برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا هیت د روهینګیا د مسلمانو بی ځایو شویو د وضعیت څیړنی

دیوراپورله مخی د فرانس ٢٤ شبکی د میانمار د یوه لوړ پوړی چارواکی له خولی خبر ورکړی چی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا هیت د روهینګیا د مسلمانو بی ځایو شویو د وضعیت د څیړنی په موخه د راتلونکی اونی د دوشنبه په ورځ میانمار ته ولاړ شی او د راخین د ایالت څخه لیدنه وکړی. ویل کیږی چی دا لیدنه د ملګری ملتونو د سازمان د لوړ پوړو چارواکو لیدنه ده چی ددی هیواد مسلمان اقلیت په وړاندی د نظامی ډلو خوا ترسره شوی شوی جنایت د لیدو په موخه ترسره کیږی.



د میانمار دولت وروسته له دی د مسلمان اقلیت د ځورونی او ترټل د پوځ په واسطه د سختو نړیوالو نیوکو سره مخ شو. د ملګرو ملتونو سازمان او امریکا مخکی تر له دی د روهینګیا مسلمانانو په وړاندی دا عمل قومی پاک کول یاد کړی وو.
په همدی اړه انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سازمان ریس کریستین شرانر بوګنر، د سویس سفیر په المان کی د خپل ځانګړی استازی په صفت د میانمار په چارو کې ټاکلی دي.
د دسامبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې یو پریکړه لیک تصویب کړ چې پر بنسټ یی د ګوترش څخه غوښتنه شوي وه تر څو د میانمار لپاره خپل ځانګړی استازی معرفي کړی.
اروپایی شورا هم نن د اپریل پر ٢٦ اعلان وکړ چې پر میانمار د اسلحو د بندیز سربیره به د هغو تجهیزاتو د صادر کیدو مخه ونیسي چې د بشر د حقونو د نقض لپاره به په کار یوړل شي. اروپایی شورا د میانمار لپاره د اسلحو بندیز تر یوه بل کال پوری غزولی دي. دي شورا همدارنګه هغه وسایل چې د میانمار پوځ او پولیس یې د خلګو وهلو ترټلو لپاره په کار وړي هم د بندیز وسایلو ته شامل کړی دي.
د روهینګیا مسلمانانو ترټل و وژل ددي سبب شوي چې تقریبا ٧٠٠ زره روهینګیایان د بنګله دیش هیواد وتښتی. د میانمار پوځ د روهینګیایانو پر کلیو د حملو له امله د هغوي کلیو ته یې اور اچولي او د هغو کلیو خلګ یې وژلې او یا یې تیری پر کړی دي.
د ویلو ده چې د جنوري په میاشت کې د میانمار او بنګه دیش هیوادونو تر منځ یوه تړون لاسلیک شوي چې پر بنسټ به یې بیځایه شوي کسان بیرته خپل هیواد ته ستانه شي مګر تر اوسه د بی ځایه شوي کسانو له ډلي څخه یوه مسلمانه کورنی بیرته خپل هیواد ته ستنه شوي ده. ویل شوي چې په زر هاوو کسان د دوو هیوادونو پولي ته نږدي سیمیو کې پراته دي او خپل هیواد ته د تلو تکل نلري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي