برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د ملکي ادارو د کارکوونکو رخصتي

آریانانیوز: د حکومت د کابینې د پرېکړې په اساس په کابل ښار او ولسوالیو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ملکي خدمتونو د ادارو د کارکوونکو رخصتي د روژې تر پایه غځولې
له یاد شوي کمېسیون څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي «په ګرځېدو او تګ راتګ د محدودیت لګولو د تمدید پرېکړه، د روان کال غويي میاشتې په ۱۳ نیټه، د روژې مبارکې میاشتې ترپایه، د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې په فوق العاده غونډه کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه شوې ده
خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې «د دولتي ادارو او وزارتونو رییسان او عمومي رییسان، د اړینو خدمتونو وړاندې کولو لپاره مکلف دي چې هره ورځ په خپلو کار ځایونو کې حاضر وي. د وزارتونو او ادارو هغه شمېر کارکوونکي چې دندې یې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړینې تشخیص کېږي، هم مکلف دي چې د اړوند ادارې د لارښوونې له مخې، دندو ته حاضر شي
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې د ملکي ادارو د کارکوونکو رخصتي د غوايي د میاشتې تر شلمې نېټې پورې ټاکل شوې وه او اوس په داسې حال کې غځول کېږي، چې د افغانستان دننه د کرونا مثبتې پېښې مخ په لوړېدو دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي