برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مختلفو دینونو مذهبي مشرانو د میانمار له حکومته غوښتنه

د مختلفو دینونو یوه ډله مذهبي مشرانو د میانمار له حکومته وغوښتل چې په
دغه هیواد کښې د توکمیز توپیر د کړکیچ د هواري لپاره یوه حل لاره وړاندې کړي.
د انډونیشیا د ولسمشر استازي دین سیامسودین د مختلفو دینونو له یوه ډله مذهبي مشرانو سره یوځای میانمار ته په سفر کښې د دغه هیواد له خارجه وزیرې آنګ سان سوچي سره وکتل او د میانمار له حکومته یې وغوښتل چې په خپل عملي اقدام سره په دغه هیواد کښې د روهنګیا مسلمانانو د وژلې په لړ کښې اندیښنې لرې کړي.
هغه له میرمن سوچي وغوښتل چې روهنګیا مسلمانانو ته د ښاریزتوب د حقوقو په ورکړې سره د هغوي خلاف د میانمار د پوځ او تندلارو مخالفو ډلو د حملو مخه ونیسي.
هغه همداشان ټینګار وکړ چې د روهنګیا مسلمانانو د ښاریزتوب د حقوقو منل میانمار ته د صلحې د ورستنولو او د تندلارو د څنګته کولو یوازنی لاره ګڼله کیږي.
دا په داسې حال کښې دي چې د میانمار حکومت د روهینګیا قام مسلمانان غیرقانوني کډوال ګڼي او د هغوي د ښاریزتوب حقوق په رسمیت نه پيژني.
ملګرو ملتو هم د میانمار حکومت د دغه هیواد د لویدیځ پ راخین صوبه کښې په نسل وژني او توکمیزې پاکونې تورن کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي