برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۹ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د محمد مرسی د مرګ مسئول

آریانانیوز: د بشری حقوقونړیوالې ادارې بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د مصر کودتا کونکی حکومت ددغه هیواد دنسکور کړائ شوی ولسمشرمحمد مرسی دناڅاپی مرګ مسئول دی .



زمونږ خبریال راپور راکړی،دبشری حقوقو دفاع کونکی ادارې په دې خبرې په ټینګار سره چې قاهره هیڅکله د بندیانو د اساسی حقوقو په تامینولو کې بریالۍ نه ده،روښانه کړې دمصر حکومت محمد مرسی ته لازم درملیزخدمات نه دی وړاندې کړی .
محمد مرسی پرون ناوخته دقاهرې په یوې محکمې کې دبهرنیو جاسوسی ادارو لپاره د جاسوسۍ د دوسیې په باب دخپلې محاکمې دغونډې په وخت ناڅاپی بې هوشه شو، چې څو شیبې وروسته ئې سا ورکړه .
دمصر د دغه لیرې کړائ شوی ولسمشر مرسی له مړینې وروسته د مصر د کورنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړی او ددغه هیواد پوځ او امنیتی ځواک هم تیارسی شوی دی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي