برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د لیبیا خلیفه حفتر ته زیاتې وسلې رسول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د فرانسې جنګی بیړۍ په« راس لانوف» بندر کښې چې دلیبیا دتیلو د میاشتې په نوم سیمې مشهور ده د جنرال خلیفه حفتر تر امر لاندې د ملی پوځ د عسکرو په شتون سره لنګر اچولی دی او هغوې ته دوسلو له رسولووروسته له سیمې تللی ده.


همدارازدتیونس دفاع وزیر عبدالکریم الزبیدی هم وویل زمونږ استخباراتی ځواکونو د لیبیا په سرحد کښې په راس جدید لاره کښې د فرانسې دیارلس (۱۳)ښاریز چې ډیپلوماټیک پاسپورټونه ورسره وو نیولی دی .
په لیبیا کښې له بیلابیلوترهګرو ډلو سره امریکا، انګلستان ، فرانسه ، سعودی عربستان، متحده عربی امارات او نور عرب او اروپایی هیوادونه مالی ،پوځی او وسله والې مرستې کوی .
دغه راز د لیبیا مفتی الصادق الغربانی په دې خبرې سره چې دځمکې دکرې هیڅ سیمه د سعودی عربستان دال سعود رژیم له فساد څخه خالی نه ده د هیواد په خلکو غږ وکړ په اوسنیو شرایطو کښې دعربستان درژیم د ملاتړ د نه کولو لپاره له یو(۱)ځل زیات حج ته مه ورځی .
هغه وویل زه حاجیانو او عمره کونکو ته وایم هغه کسان چې یوځل حج یا عمرې ته تللی دی نور ښه کار نه دی چې په زرګونو ریاله د سعودی عربستان دواکمنانو جیبونو ته واچوی ځکه چې ال سعود رژیم په یمن او لیبیا کښې مسلمانان وژنی او دغه کار به په سوډان ،الجزایر او تیونس کښې هم وکړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي