برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

لیبیا ته د پوځیانو استولو لایحه دترکیی پارلمان لخواتصویب شو

آریانانیوز: ترکیې پارلمان هغه مسوده تصویب کړې چې د دغه هېواد حکومت ته اجازه ورکوی چې لیبیا ته پوځیان واستوی.
د ترکیې پارلمان کې دغه مسوده د ۱۸۴ مخالفو رایو په مقابله کې د تایید له ۳۲۵ رایو سره تصویب شوه.
ترکیه د لیبیا پلازمېنې ټریپولی کې د هغه حکومت اتحادی ده، چې ملګری ملتونه یې هم ملاتړ کوی.
د لیبیا حکومت د جنرال خلیفه حفتار په مشرۍ له هغو ځواکونو سره جګړه کوی چې د هېواد په ختیځ کې مرکزونه لری.
بل لور ته مصر چې د جنرال حفتار ځواکونو ملاتړ کوی، د ترکیې پارلمان دغه پرېکړه غندلې او وایی، په مدیترانه سیمه کې به پر ثبات منفی اغېز وکړی.
تېره اوونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان وویل، د ټریپولی حکومت غوښتنې ته د ځواب لپاره به د پوځی مرستې استولو موضوع د پارلمان تایید ته وړاندې کړی.
د دغې مسودې له مخې به د جنرال حفتار پر ضد جګړه کوونکو لیبیایی پوځیانو لپاره روزونکی او پوځی سلاکاران لیبیا ته لېږل کېږی.
د جنرال حفتار ځواکونو د پلازمېنې نیولو لپاره هم بریدونه کړی دی. ترکیې کې چارواکی په دې باور دی چې د لیبیا کړکېچ په دغه هېواد کې د دوی ګټو ته ګواښ کېدای شی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي