آریانانیوز: د ملګرو ملتو مشر آنتونيوګوترش د صهيونېسټ رژيم لخوا د فلسطينيانو د کورنو په ورانولو د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، د فلسطينيانو د اموالو ختمولو لپاره د اسرائيلو سياست د نړيوالو قوانينو په خلاف کار دی.
صهيونېسټ رژيم د تېر ګل له ورځې راهسې د قدس شريف د يهودي کولو لپاره د دغه ښار په خواو شا کښې د فلسطينيانو د کورونو ويجاړولو ترټولو ستر عمليات شروع کړي دي.
د صهيونېسټ رژيم دغه اقدام له پراخو نړيوالو ردعملونو سره مخامخ شوے دے د عفوې نړيوالې ادارې هم د صهيونېسټ رژيم دغه اقدام يو جنګي جنايت بللی دی.