برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۱ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د شمالي کوریا تر ټولو لوړه جایزه ولادیمیر پوتین ته ورکړل شوه

شمالي کوریا د خپل هیواد تر ټولو لوړ جایزه د «کیم ان سونګ نښان» په نوم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ورکړه.


ارتي لیکلي: شمالي کوریا دا نښان د پوتین د “دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د مشرتابه د ملګرتیا د کچې په لوړولو کې د پام وړ رول” له امله ورکړ.

د “کوریا غږ” راډیو راپور ورکړ: د شمالي کوریا د کارګر ګوند مرکزي کمیټې ، دولتي شورا او د کوریا د دیموکراتیک جمهوریت د عالي ټولنې رییس پریکړه وکړه چې د فدرالي روسیې ولسمشر ته د کیم ایل سونګ نښان، د کوریا د دیموکراتیک ولسي جمهوریت ترټولو ستره جایزه ورکړي.

په دې اړه د کوریا راډیو راپور ورکوي
دغه جایزه پوتین ته د کوریا د دیموکراتیک ولسي جمهوریت او د فدرالي روسیې ترمنځ د دوستانه او ورورګلویزو اړیکو په پراختیا او د ستراتیژیکو همکاریو او اتحاد اړیکو کچې ته د دغو اړیکو د لوړولو او د کوریا او روسیې ترمنځ د دوستۍ د نوې پاڼې د پرانیستلو په برخه کې د هغه د ستر رول په ستاینه کې ورکول کیږي.

شریک یي کړئ!