آریانانیوز: د یمن د روغتیا وزارت وویل په الحدیده ولایت کښې د کډوالو په بسونو د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دجنګی الوتکو د قربانیانو شمیر نولسو(۱۹) ته ورزیات شو .
دیمن د روغتیا وزرات وویل د سعودی عربستان په دغو حملو کښې په نولسو(۱۹) کسانو وژل کیدا سربیره دیرش (۳۰)کسان ژوبل شوی هم دی .
د یمن د روغتیا وزارت وویل د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف جنګی الوتکې هماغه راز د سیمې د پاسه الوتونه کوی او روغتونونو ته د ژوبلو کسانو د وړلو مخه نیسی .
د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف جنګی الوتکو د روان میلادی کال د اګست د میاشتې په نهمه(۹) نیټه هم د یمن دصعده ولایت په ضحیان سیمه کښې د ماشومانو په بس حمله کړی وه او پینځه پنځوس(۵۵) ماشومان یې وژلی او اوه اویا(۷۷) نور یې ژوبل کړی وو .
په یمن کښې دسعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو یعنی دامریکا، متحده عربی اماراتو، اردن ، اسرائیلو او دانګلستان جنګ غوښتنې تراوسه ددغه هیواد څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) ښاریز وژلی او په لسګونو زره نور ژوبل کړی او په میلیونونو نور یې کډوال کړی هم دی .