برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ آبان , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د سعودي په زندانونو کې د ښځینه بندیانو جنسي ځورونه

آریانانیوز: یو حیرانونکي راپور د سعودي په زندانونو کې پر سعودي ښځینه فعالانو د څو جنسي تیري ښکارندویي کوي ...


د ډیلي میل په وینا ، د بشري حقونو وکیله هیلینا کینیډي د سعودي په زندانونو کې د ښځینه فعالانو د جنسي ځورونې په اړه د 40 پاڼو راپور افشا کړ. راپور وایی چې ښځینه بندیانې د فحش فلمونو لیدو ته اړ ایستل شوې دي او په دوامداره توګه د جنسي تیریو ګواښل کیږي.

ټکان ورکوونکی راپور په څرګند ډول وایی چې د سعودی ښځینه بندیانې د خپلو تحقیق کونکو لخوا غیر اخلاقی کړنو ته اړ ایستل شوې دي. هیلینا کینیډي په نړیواله ټولنه غږ کوي چې د سعودي عربستان په کوربه توب د G20 غونډې غندنه وکړي او د دې ښځینه فعالینو خوشې کیدو غوښتنه وکړي.

د کینیډي په نوي راپور کې د بندیانو د جنسي ځورونې قضیې، د ښځو د حقونو فعالین د تحقیق کونکو په مخ کی جنسي اعمال ترسره کول او د غیر اخلاقي فلمونو لیدل شامل دي. د سعودي په زندانونو کې د سعودي ښځینه بندیانو جنسي ځورونه د ګڼو بندیانو لخوا لیدل شوي.

د ډیلي مل په وینا ، د دې ښځینه فعالینو تفتیش د سعود القحطاني د سعودي ولیعهد د نږدې ملګرو او د جمال خاشقجي د وژنې تنظیم کوونکې تر نظارت لاندې ترسره شوي دی.

یوه بل سعودي ښځینه فعالې وویل چې د هغې د پوښتنې ګروېږنې ناستې د ولیعهد شهزاده ورور خالد بن سلمان تر څارنې لاندې ترسره شوې. راپور وايي چې بن سلمان په خپل دریځ ویاړي او دې ښځینه فعالې ته وايي: ایا تاسو پوهیږئ چې زه څوک یم؟ زه شهزاده خالد بن سلمان ، د متحده ایالاتو سفیر یم ، او زه هغه څه کولی شم چې زه له تاسو سره وغواړم.

په خپل راپور کې ، د بشري حقونو وکیل ټینګار کړی چې سعودي عربستان د ښځینه بندیانو په اړه د بشري حقونو تړونونو او قوانینو ته په جدي ډول سرغړونه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي