برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سعودي پرفوځيانو توغندي اورول

آریانانیوز: د يمن فوځي او ولسي ځواکونو بېګا په يمن کښې د سعودي ائتلاف د جنايتونو په ځواب کښې د دغه هېواد د عسير صوبې په لربوعه سيمه کښې په سعودي فوځيانو زلزال نومې دوه ځاي بالېسټک توغندي وروغورزول.



لعالم چېنل وويل، په دغه حمله کښې په لسګونوسعودي فوځيان هلاک يا ژوبل شول.
د سعودي تيري ګر ائتلاف جنګي الوتکو د تېر زيارت په ورځ د يمن د پائتخت صنعا ښار په مرکز بمباري وکړه.
په دغه جنايت کښې د يوې کورنۍ د څلورو ماشومانو په شمول شپږ تنه ووژل شول او د اويشتو ماشومانو، اولسو ښځواو اويشتو سړيو په شمول يواويا تنه ژوبل شول.
په دغه حمله کښې ډېر کورونه او ودانۍ ويجاړې شوې.
سعودی د اماراتو، امریکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې دیمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هیواد روغتونونه ، ښوونځی ، بیخ بنایی تاسیستات او دخلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسوپه رسولو کښې نه دي کامياب شوي

شریک یي کړئ!