برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ستنیدو د حق په مظاهرو کښې بیایو فلسطینی شهید شو

د یوخبر له مخې په غزې تړانګه کښې د فلسطین روغتیا وزارت وايي: د عثمان رامي حلس په نامه ۱۵ کلن فلسطیني ځوان د غزې په ختیځ کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو د ډزو له امله شهید شوی دی.


د ستنیدو د حق د شپاړسمې جمعې مظاهرې د خان احمر کلي له اوسیدونکو سره د پيوستون  په موخه چې د صهیونیسټي نیواکګر رژيم له تیریو او جنایتونو سره مخ دي، له (الخان الاحمر) سره د وفادارۍ جمعه نومولې شوې وه.
صهیونیسټانو په دې تیرو اونیو کښې نیت درلود چې د لویدیځې غاړې د خان الاحمر کلي په ورانولو ره په دغې سیمې کښې صهیونیسټي ښارګي زیات کړي.
په غزه او نیواکي خاوره کښې د ستنیدو د حق سوله ایز لاریون د ځمکې د ورځې په مناسبت د مارچ له دیرشمي نیټې پیل شوی او لاهم دوام لري.

شریک یي کړئ!