برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ستنیدو د حق د ستر لاریون په اولسمه جمعه څلور فلسطینیان شهید او ۱۲۰ زخمي شول

آریانانیوز: د فلسطین روغتیا وزارت څرګنده کړې چې د دغې پیښې په زخمیانو کښې ګڼ شمیر ښځې او ماشومان موجود دي.



د فلسطین روغتیا وزارت بیګا د غزې په تړانګه کښې د ستنیدو د حق د ستر لاریون په اولسمه جمعه د څلورو فلسطینیانو د شهادت او د ۱۲۰ نورو د زخمي کیدو خبر ورکړ.
د فلسطین روغتیا وزارت څرګنده کړې چې د دغې پیښې په زخمیانو کښې ګڼ شمیر ښځې او ماشومان موجود دي.
د غزې په تړانګه کښې د (ځمکې د ورځې) په مناسبت د ستنیدو د حق ستر صلحه ایز لارون د روان کال د مارچ د میاشتې له دیرشمې نیټې پیل شوی او لاهم جاري دی.
په دغو مظاهرو کښې تراوسه ۱۴۹ تنه فلسطینیان د اسرائیلي پوځیانو په ډزو شهیدان شوي او کابو ۱۶ زره نور ژوبل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي