برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۱ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د خواړو له سخت ناورین سره مخ کیدا

آریانانیوز: دیوررپوټ له مخی ملګروملتونو د خواړو او د کرهڼې ادارې فا و( UN’s Food and Agriculture Organisation )وویل یمن چې د سعودي عربستان لخوا د پینځه (۵) کلن جنګ په وجه د قحطۍ په درشل کښې ورغلی دی د کورونا ساري ناروغۍ او د فارس خلیج له عربو هیوادونو څخه د عایدو د کمیدا په خاطر د خواړو له غمیزې څخه ډک حالت سره مخ کیدلای شي .د سعودي عربستان او د یمن د حکومت او ولسي مقاومت غورځنګ ترمینځ جنګ پینځم (۵) کال ته غځيدلی دی او ملګروملتونو د یمن کړکیچ د نړۍ ترټولو ستر بشري ناورین بللی دی .
د یمن کابو اتیا (۸۰) فیصده خلک په مرستو باندې انحصار لري او په میلیونو نور بیا له لوږې سره مخ دي .د ملګروملتونو د خواړو او د کرهڼې ادارې فاو د شمالي افریقا او د نږدې ختیځ دچارو سیمه ییز استازي او مدیر عبدالسلام ولد احمد وویل په یمن کښې د روغتیا نظم تر سخت دباو لاندې دی او نور به تر دباو لاندې ورشي که چیرې کورونا ویروس خپور شي او په دې سربیره به دغه چاره د خلکو په تګ راتګ او د سامانونو په وړلو هم اغیز وشیندي .یمن له سوریې او سوډان سره یوځاې د خواړو د امنیت له پلوه په مینځني ختیځ کښې ترټولو تاوان لیدونکي هیوادونه دي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي