برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جزا نړیوالې محکمې له خوا د میانمار د پوځیانو جنایتونه غندل

آریانانیوز: د جزا نړیوالې محکمې د روهینګیا قام د مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځیانو او تندلارو بودائیانو جنایتونه او بنګله دیش ته یې د هغوي شړل وغندل.


په هیګ کښې د جزا نړیوالې محکمې پرون وویل چې دغه محکمه به ډیر زر د میانمار د لویدیځ په راخین صوبه کښې د روهینګیا مسلمانانو په نسل وژنه کښې د میانمار د پوځیانو جنایتونه او بنګله دیش ته د هغوي شړل وڅیړي.
دا پریکړه یوه اونۍ وروسته له دې شوې چې د ملګرو ملتو حقیقت لټونکی پلاوی د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ، د مسلمانانو د قتلِ عام او د هغوي خلاف د جنګي جرمونو په وجه د میانمار د پوځ د لوړرتبه چارواکو د قانوني تعقیب غوښتنه کړې ده.
دغه پلاوي له امنیت شورا غوښتي چې میانمار ته د وسلو د لیږد مخه ونیسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي