برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د تجارت نړیوال سازمان ته شکایت

آریانانیوز: ترکیې په ایلومینیم او فولادو باندې د مالیاتو د لګولو په وجه له امریکې څخه په رسمي ډول د نړیوال تجارت سازمان ته شکایت وکړ.



د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روانې آګست میاشتې په لسمه نیټه په ترکیې کښې د امریکايي جاسوس اینډرو برونسن د نیولو په پلمه، له ترکیې څخه د ایلومینیم او فولادو د وارداتو د ګمرکي تعرفو د دوه چنده کیدو حکم صادر کړی دی.
له دې مخکښې رویټرز خبري آژانس لیکلي وو چې له مختلفو هیوادونو سره د اقتصادي جنګ د پیلولو لپاره د ټرمپ له پریکړې وروسته له ترکیې څخه امریکې ته د فولادو یا اوسپنې صادرات نیم په نیمه کم شوي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې چین هم تیره چارشنبه له دغه هیواد څخه د وارداتي اوسپنې او ایلومینیمو په شمول د ګمرکي تعرفو (کسټمز) په زیاتولو کښې د امریکې په اقدام باندې په اعتراض کښې چې د روان کال د مارچ له اتمې نیټې پیل شوي، له امریکې، د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته شکایت کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي