برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د ايران په خلاف د سعودي د وليعهد دريځونو ته د اميرعبداللهيان ځواب

په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر مرستيال د ايران په خلاف د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان څرګندونې په سعودي کښې آل سلمان د کودتا له لارې د حاصل شوي اقتدار د توهم په وجه وګڼلې.
حسين امير عبداللهيان نن په خپله ټوئيټر پاڼه کښې وليکل، که د رياض په اوسني واکمن کښې که لږ شان عقلانيت هم وې نو د يمن او بحرين په جبو کښې به نه ډوبېدۀ او د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ورسته شوې امسا باندې به يې ملا نه تړله.
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان پرون د امريکې له سي بي اېس چېنل سره په مرکه کښې د خپلو پروپېګنډو او بې وزرو خبرو د الوزولو په دوام کښې د ايران اسلامي جمهوريت چې تل د سيمې د مشکلاتو د هواري او له خپلو ګاونډيانو سره د ښو تعلقاتو د ساتلو په لټه کښې دے خطرناک وبلۀ.
محمد بن سلمان وويل، که ايران اېټم بم جوړ کړي نو سعودي به هم په وړومبيو وختونو کښې دغه کار وکړي.
د ايران د اېټمي پروګرام په باره کښې د ملک سلمان د زوے بې بنياده ادعاګانې په د اسې حال کښې مطرح شوې چې ملګرو ملتو ، د امنيت شورا او د اېټمي انرجۍ نړيوال اژانس تر اوسه په ځلونو د ايران د اېټمي فعاليتونو په صلح ايز والي تاکيد کړے دے.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي