برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳ بهمن , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د متحده ایالاتو نوي حکومت ته د سعودي عربستان د ولیعهد لیک

آریانانیوز: د ویکي لیکس ویب پاڼه څرګندوي چې یو شمیر باوري سرچینو ویلي چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د متحده ایالاتو نوې ادارې ته پیغام استولی دی...


سرچینو وویل چې په خپل لیک کې ، بن سلمان د بایډن له حکومت سره د اړیکو د چینل پرانستلو او د هغه د محبت غوښتنه کړې . لیک په سپینه ماڼۍ کې د بایډن واک ته رسیدو دوه ورځې مخکې لیږل شوی دی.
د بایډن حکومت تر دې دمه د بن سلمان او د هغه ټیم سره د مواصلاتو کوم چینل خلاصولو څخه انکار کړی دی.

سرچینو وویل چې بن سلمان په لیک کې خپل پلانونه په ګوته کړي ، چې د بایډن سره د اړیکو ښه کولو او په بن سلمان د فشار کمولو لپاره به ویل کیږي.

ځینې کتونکي په دې باور دي چې د بن سلمان وروستي ګامونه یو نښې دي چې هغه غواړي بایډن او د هغه ټیم ته دا پیغام ولیږي چې هغه بدل شوی او د واشنګټن سره نوې اړیکې غواړي. په ورته وخت کې ، بن سلمان په سلګونو ناراضیان بندي کولو ته دوام ورکوي، او د دوی کورنۍ یرغمل نیسي ، او د سفر څخه یې مخنیوی کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي