برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د انصار ا…مبارزانو دحملو له ویرې نه له یمنه څخه داماراتیانو شاتګ

آریانانیوز: رای الیوم ورځپاڼې لیکلی دی،د دوبئ امیر شیخ محمد بن راشدالمکتوم په متحده عربی اماراتو د یمن دمقاومتی ځواک د پوځی حملو له ویرې له یمن څخه د ابوظبئ د ولی عهد محمد بن زاید ال نهیان د شاتګ غوښتنه کړې ده .



راپورښئ له سیمې د ورآخوا دغه رسندوئې په راپور کې له یمن څخه د شاتګ په باب د متحده عربی اماراتو له خوا په شوی فیصلې کې د دوبئ واکمن محمد بن راشد رول ته په اشارې سره زیاته کړې ، ددوبئ واکمن دابوظبئ له ولی عهد سره په یوې مهمې ناستې کې اطلاع ورکړې چې دوبئ نور د اماراتو پر حیاتی مرکزونو د یمن د انصار ا…غورځنګ دحملو لګښت نشی ورکولی .
ددغه راپور په اساس ، بن راشد همداراز په ضمنی توګه وئیلی دی ، د بوظبئ د اوسنی سیاست په دوام سره د اماراتو وحدت اویووالی هم له خطرې سره مخامخیږی .
د رای الیوم ورځپانې په لیکنې سره ،په نزدې راتلونکی کې به د یمن په بابد متحده عربی اماراتو د دریځ بدلیدا لازیاته رابرسیره شی .
دیمن په ضد دعربستان په مشرۍ د عربی ائیتلاف یوه غړی متحده عربی اماراتو تیره جمعې ورځې د یمن په جنوب عدن کې له الزیت بندره خپل شل ټانکونه بیرته ویستلی دی .
په همدې ارتباط روئیټرزخبری آژانس هم د څو اروپائی ډیپلوماټانو له قوله لیکلی دی ،متحده عربی اماراتو د مین له الحدیده لویدیځی سواحلو او د عد ن له جنوبی بندره دخپلو عسکرو یوه برخه وباسی .
دغې خبرې سرچینې د ابوظبئ او دوبئ دهوائی ډګرونو د تصویرونو داخستو په خاطر د اماراتو پر فضا د بې پیلوټه الوتکو د الوتونون په باب د یمن دانصار ا… غورځنګ وروستی اقدام ته په اشارې سره وئیلی دی،دیمن مقاومت په دغه اقدام سره په ابوظبئ اودوبئ باندې د متحده عربی اماراتو په ضد د حملو په پراختیا کې خپلې توانمنۍ نندارې ته وړاندې کړی دی،چې دغه اقدام د اماراتو شیخ میشته سیمو واکوالان لالهانده کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي